ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، د غزې تړانګې په شمال کې د کډوالو په یوه مرکز کې د قرآن کریم د حافظانو او قاریانو یوه نوي ډله د قرآن کریم د حفظ او تلاؤت د زده کړې د طرحې له ترسره کولو وروسته فارغ التحصیل شوه.
په غزې تړانګې کې د جنګ له دوام او په غزې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم له جنایتونو، لوږې او دهغوي له کډوالۍ سره سره دغزې خلک هماغه شان په مختلفو عمرونو کې د قرآن کریم د حفظ، زده کونې او له قرآن سره پر تمسک ټينګار کوي.
د خداي د آسماني کتاب یوه حافظ ددې خبرې په تائيد سره چې د کورنیو له لاسه ورکولو او له سختو شرائطو سره سره او په زغره ملاتړونو سره هماغه شان د خداي د کتاب حفظ او تلاؤت ته دوام ورکوي،ووئيل؛ مونږ به د خپلو پلارانو په لاره ګام کیږدو ، هغه شهیدان چې له مونږ مخکې موجود وو.
یوه بل حافظ ووئيل، د قرآن کریم د حفظ طرحه ، په انجونو کې د قرآن زدکونکي ډير پلویانې لري او په دغو کسانو کې مختلفې ډلې شاملې دي چې د قرآن کریم د یوې سپارې له حافظانو رانیولې د ټول قرآن کریم حافظان پکې شامل دي.